غور؛ د فيروزکوه ښار فوټسال الف ليگ سيالۍ د شيران مندوزي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۲۲:۸
غور؛ د فيروزکوه ښار فوټسال الف ليگ سيالۍ د شيران مندوزي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غور ولايت ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروزکوه ښار مرکزي جمنازيوم کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال الف ليگ سيالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې پيل شوې وې د شيران مندوزي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې شيران مندوزي لوبډلې خپلې سيالې فولاد لوبډلې ته د ۶ پر ۵ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.

په دغو سياليو کې ناصر د ۲۸ گولونو په وهلو غوره گول وهونکی، امان الله غوره لوبغاړی او حامد بوا غوره گول ساتونکی ونومول شو، چې په پای کې لوبډلو او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۲۱:۵۴
Background image

کابل کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د رزمي لوبو د کيک جيتسو سبک سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د پسرلني جام په نوم د پنځو ولایتونو کابل، کاپيسا، پروان، لوګر او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۲۱:۴۶
Background image

کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې ماراتن سبک سيالۍ ترسره شوه

کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې ماراتن سبک سيالۍ ترسره شوه
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست، د چاپيريال ساتنې ملي ادارې او د اړيکو د دفتر ( T.L.O) مؤسسې له لوري د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د (ماراتن ځغاسته او د نيالګيو کېنولو کمپاين) تر. . .

BACK TO NEWS