هلمند؛ په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۴:۳۲
هلمند؛ په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د ګرشک ولسوالۍ په مرکزي جمنازيوم کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فولاد جام په نوم د فوټسال سيالۍ د فريد نوروزي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغو سياليو په پايلوبه کې فريد نوروزي لوبډلې خپلې سیالې انصاري لوبډلې ته د ۴/۳ ګولونو په توپير سره ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.

د يادو سياليو غوره لوبغاړی مير ولي، غوره ګول ساتونکی مسعود مبارز او غوره ګول وهونکی نصيراحمد وټاکل شو.

د يادو سياليو موخه د لوبغاړو ترمنځ د يووالي رامنځته کول و، چې دوې اوونۍ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۰:۳۹
Background image

ارزګان؛ په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ په شیشپر کلي کی د ۹ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ذقي لوبډلې. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۰:۳۶
Background image

بلخ؛ په شولگره ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شولګره ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ياران رمضان لوبډلې په اتلولي. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۰:۳۴
Background image

تخار کې د ۳۶ ورزشکارانو ترمنځ د کونگ فو دوستانه سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کونگ فو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فايزي جهاد کلب کې د ۳۶ ورزشکارانو ترمنځ د روژې مبارکې مياشتې د را رسېدو په مناسبت. . .

BACK TO NEWS