هلمند؛ مارجې ولسوالۍ کې د ١۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۳:۵۹
هلمند؛ مارجې ولسوالۍ کې د ١۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مارجې ولسوالۍ کې د ١۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ځواک الف لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د ځواک الف او اتحاد کاروان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه ځواک الف لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو ١٢ اورونو کې یې د پنځو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١۵۶ منډو هدف وټاکه. اتحاد کاروان لوبډلې د هدف په تعقیب کې د ټولو ویکټو په زیان ١٣٠ منډې وکړې او د ٢۵ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ د سیمې د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې درې اوونۍ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۲:۱۳
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د ۸۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د مرکز شبرغان ښار په بخدي چمن کې د ۴۰ جوړو ترمنځ د کورش اوونيزې سيالۍ وشوې.

د دغو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۰:۴۰
Background image

د سرپل مرکز کې د ۵۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د سرپل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښار کې د ۵۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۰:۳۷
Background image

هرات؛ رباط سنګي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په رباط سنګي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

BACK TO NEWS