د سرپل مرکز کې د ۵۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې
د سرپل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښار کې د ۵۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پايله کې خالد پهلوان او صفت الله پهلوان خوسی تر حلالې دایرې ورسوه او د ډاليو ګټونکي شول.
د يادو سياليو موخه د وزلوبې سيالۍ ژوندۍ ساتل، د خلکو ترمنځ يووالی رامنځته کول او چاپندازنو ته د سياليو لپاره سالمه فضا رامنځته کول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
