کابل کې د ورزش ادارې پنځو ورزشي فدراسینونو د ملي لوبډلو ۱۲۵ مسوولینو او ورزشکارانو ته د اسلامي معلوماتو د ورکړې او اصلاحي سمینار پيل شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۲ - ۱۳:۴۳
کابل کې د ورزش ادارې پنځو ورزشي فدراسینونو د ملي لوبډلو ۱۲۵ مسوولینو او ورزشکارانو ته د اسلامي معلوماتو د ورکړې او اصلاحي سمینار پيل شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د دعوت او ارشاد ریاست له لوري په کابل کې د ورزش ادارې پنځو ورزشي فدراسینونو د ملي لوبډلو ۱۲۵ مسوولینو او ورزشکارانو ته په عقیده او فقه برخه کې د اسلامي معلوماتو د ورکړې او اصلاحي سمینار پيل شو.

دغه سمینار کې د فوټسال ملي کمېټې، پارا المپيک او فريزبي فدراسینونو، د غشي ویشتلو او د پارکور فدراسیونونو او ملي لوبډلو مسوولینو او ورزشکارانو ګډون کړی، چې درې ورځې به دوام وکړي.

هېره ده نه وي، چې یاد اصلاحي سمینار به د دعوت او ارشاد ریاست مدرسیونو له لوري د اسلام مبارک دین په چوکاټ کې ترسره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۱:۱۶
Background image

زابل؛ په مرکز قلات کې د ۵۰ لوبغاړو ترمنځ د توپ ډنډی سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د زابل ولایت په مرکز قلات سهراني سیمه کې د دوو لوبډلو د ۵٠ لوبغاړو ترمنځ د توپ ډنډې سيالۍ وشوې.

په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۱:۹
Background image

د غزني مرکز کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د فولرزم سيالۍ وشوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فول رزم ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز کې د پسرلني جام په نوم له مرکز او ولسواليو څخه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۱:۷
Background image

غور؛ مرکز فيروزکوه ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ووشو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروزکوه ښار کې له مرکز او ولسواليو څخه د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې.

. . .

BACK TO NEWS