بادغیس کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د یاران لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۰ - ۱۰:۱۹
بادغیس کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د یاران لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د ځوانانو د یووالي په نوم د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال ګروپي سیالۍ، چې یوه میاشت مخکې پیل شوې وې د یاران لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې یاران لوبډلې خپلې سیالې ابو مسلم لوبډلې ته د ۳/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او د ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و.

د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبډلې ته یو پسه او دویم مقام ګټونکي لوبډلې ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۴۱
Background image

ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ چې شاوخوا ۲۰ ورځې يې دوام وکړ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۴۰
Background image

کندز کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د جودو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز رستم کلب کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ له ۱۴ کالونو کم عمره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۵
Background image

پکتيکا؛ يوسف خېل ولسوالۍ کې د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت په يوسف خېل ولسوالۍ يارانو کلب کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او د سالمې برابرولو په موخه د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې.

د سياليو په پايله کې ۲۰. . .

BACK TO NEWS