کابل کې د اريانا ۲۰۲۵ اتلانو جام سنوکر سياليو پرانيسته وشوه

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۲۱:۴۲
کابل کې د اريانا ۲۰۲۵ اتلانو جام سنوکر سياليو پرانيسته وشوه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند سنوکر فدراسيون له لوري د اريانا تلويزيون په مرسته او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت په مالي لګښت د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د اريانا ۲۰۲۵ اتلانو جام سنوکر سياليو پرانيسته وشوه.

د پرانيستې په دغو مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدران، ورزشي مشاور قاري حيات الله رحماني، د یاد ریاست د نشراتو رئیس او ویاند اتل مشواڼي، د همدې رياست ارشد مشاور ګلاب الدين خپلواک، د سنوکر ملي فدراسيون رئيس وحيدالله اصغري او رهبري غړو، د اريانا تلويزون معاون لطف الله ستانکزي ګډون کړی وو.

په دې مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدران ګډونوالو ته په خپله وینا کې د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: چې دغه سيالۍ د يادې برخې د ورزشکارانو د تجربو شريکولو لپاره ښه فرصت دی، ښاغلي ځدران زياته کړه، چې افغانستان د ورزش په ډګر په درېيوو وروستیو کلونو کې ښې لاسته راوړنې لرلې دي، چې ښه بېلګه يې په روان کال کې د افغان ورزشکارانو د ۱۲۵ مډالونو ګټل او لاسته راوړل دي.

دغه سيالۍ چې نن په رسمي ډول پرانيستل شوې، د ځوانانو او لويانو په کټګوري کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د لیګ په شکل ترسره کېږي او د روانې میاشتې په ۲۳ مه نېټه به د اووه ورځو په مدت پيل او له اريانا تلويزون څخه به په ژوندۍ بڼه خپرې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۲۱:۵۴
Background image

کابل کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د رزمي لوبو د کيک جيتسو سبک سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د پسرلني جام په نوم د پنځو ولایتونو کابل، کاپيسا، پروان، لوګر او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۲۱:۴۶
Background image

کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې ماراتن سبک سيالۍ ترسره شوه

کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې ماراتن سبک سيالۍ ترسره شوه
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست، د چاپيريال ساتنې ملي ادارې او د اړيکو د دفتر ( T.L.O) مؤسسې له لوري د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د (ماراتن ځغاسته او د نيالګيو کېنولو کمپاين) تر. . .

BACK TO NEWS