کابل کې د غرختنې ۵۰ ورزشکارانو ته دوه ورځنی سمینار پیل شو

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۱۶:۹
کابل کې د غرختنې ۵۰ ورزشکارانو ته دوه ورځنی سمینار پیل شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند، د غرختنې فدراسیون له لوري د المپیک ملي کمېټې د غونډو په تالار کې د ۵۰ ورزشکارانو لپاره دوه ورځنی سمینار پیل شو.

په دغه سمینار کې د کابل، هرات، بلخ، کندهار، غزني، بغلان، غور او بامیان ولایتونو ورزشکارانو ګډون کړی، چې ورزشکارانو ته به د غرختنې په فني او حرفوي برخه کې پوهاوی ورکړل شي.

د یاد سمینار موخه د غرختنې راتلونکو ملي انتخابي سیالیو او تمريني کمپ لپاره د ورزشکارانو چمتووالی دی، چې د سلواغې په ۲۳مه به د کابل ولایت، فرزې ولسوالۍ په حسن دره کلي کې ترسره شي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۸/۸ - ۱۷:۱۲
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۸/۸ - ۱۷:۷
Background image

میدان وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د کې‌ون کېک بوکسېنګ ۴۰ ورزشکارانو ته دارتقأ کمربندونه ته ورکړل شول

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د کېک بوکسېنګ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د کېک بوکسېنګ ۴۰ ورزشکارانو ته د ارتقأ بېلابېل کمربندونه. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۸ - ۱۷:۵
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د مرکزي حوزې منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS