ننګرهار؛ سپين غر ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۴ - ۱۲:۲۵
ننګرهار؛ سپين غر ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت د سپين غر ولسوالۍ د شډل بازار په لوبغالي کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو لومړۍ لوبه د سپين غر او د شينوارو ټايګر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د سپين غر لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۰۴ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د شينوارو ټايګر لوبډلې ټاکل شوې هدف د لوبې په اووم اور کې د درې لوبغاړو په سوځېدو سره پور کړ او لوبه يې د اووه ويکټو په توپير سره وګټله.

د يادو سياليو موخه له نظام څخه ملاتړ دی، چې ۲۶ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۱:۰
Background image

رسنیز بلنلیک!

ټاکل شوې، چې د موی تای افغان مډال ګټونکي ورزشکاران له ازبکستان هیواد څخه سبا کابل ته راستانه شي، چې د یاد هیواد له بین المللي سیالیو څخه یې لس مډالونه ګټلي. د هیواد د ورزش اداره په پام. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۲۰:۲۶
Background image

کابل کې د ۱۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينګ ملي ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د کيک بوکسينګ ملي فدراسيون له لوري د هېواد له ۳۱ ولايتونو څخه د ۱۸۰ ورزشکارانو ترمنځ، د دې رياست په ۲۵۰۰ کسيز ورزشي جمنازيوم کې پيل شوې، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۲۰:۲۲
Background image

اړین وضاحت

د ' زید صالحي " په نوم افغان ورزشکار په خواله رسنیو کې شکایت کړی، چې ګواکې حق یې تلف شوی دی، د هیواد د ورزش اداره په پوره باور سره یادونه کوي، چې زموږ د انتخاب معیار وړتیا او استعداد دی. . .

BACK TO NEWS