ميدان وردگ؛ په مرکز ميدان ښار کې د ۲۰ لوبغاړو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې

د ميدان وردګ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د اتلتيک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ميدان ښار کې د ۲۰ لوبغاړو ترمنځ په ۱۵۰ متري واټن کې د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو په پايله کې حسيب الله لومړی، ګل عالم دويم او بلال درېيم مقام ترلاسه کړ.
د يادو سياليو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول او د لوبغاړو هڅول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
د سياليو په پای کې غوره لوبغاړو ته مډالونه، ستاينليکونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.