خوست کې د صحرا جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د مرکز اړوند منګسو خان هواس کلي کې د لسو غوره لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو د پیل لوبه د خوستي کلب او شمل زلمیو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې لومړی توپوهنه خوستي کلب لوبډلې وکړه او په ټاکليو لسو اورونو کې يې سیالې لوبډلې ته ۱۲۳ منډې هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې شمل زلمیو لوبډلې ياد هدف د څلورو لوبغاړو په زیان سره په نهم اور کې پوره کړ او په شپږو ویکټو يې بريا خپله کړه.
هېره دې نه وي، چې یادې سیالۍ په ګروپي شکل ترسره کېږي او ۲۰ ورځې به دوام وکړي.