بلخ؛ په مزار شريف ښار کې د ۶۰ لوبغاړو ترمنځ د موی تای سيالۍ وشوې

بلخ ولایت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د موی تای فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ۶۰ لوبغاړو ترمنځ د موی تای سيالۍ وشوې.
د يادو سياليو په پايله کې ۳۰ تنو لوبغاړو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او د ډاليو گټونکي شول.
د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو موخه د موی تای سپورټ ته وده ورکول او ښاريانو ته د يوې سالمې تفريح برابرول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.