هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د شاهین اسمایي او بلوچستان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې شاهین اسمایي لوبډلې د ٢/١ ګول په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړي بریا یې خپله کړه.
يادې سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د تشویق په موخه پیل شوې دي چې ١٢ ورځي به دوام وکړي.