بلخ؛ په دولت اباد ولسوالۍ کې د ۸۰ تنو چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۷ - ۱۵:۱۷
بلخ؛ په دولت اباد ولسوالۍ کې د ۸۰ تنو چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د وزلوبې، نیزه وهنې او سیمه ییزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې د ۸۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې.

د دغو سياليو په پايله کې د ميدان حکم له لوري دوه اخرالاقه اعلان شول، چې لومړی اخرالاق ګلبدين پهلوان د ايشان امام په اس او دويم اخرالاق بیا عبيد الله پهلوان د حاجي منان بای په آس تر حلالې دايرې ورساوه او د سياليو گټونکي شول.

د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو موخه د یاد ولایت غوره لیګ ته د چاپندازانو لا ښه چمتو والی او د يادې ولسوالۍ وگړو لپاره د سالمې تفريح برابرول وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

کابل؛ له ۱۷ کلنو کم عمره ۲۳ کسيزه فوټبال ملي لوبډله ميانمار ته روانه شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د فوټبال له ۱۷ کلنو کم عمره ۲۳ کسيزه ملي لوبډله او يو ۷ کسيز پلاوی، د ٢٠٢٦ اسیا جام ته د لارموندنې پړاو سیالیو کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۷:۵۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۷:۵۴
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS