کندز؛ په قلعه زال ولسوالۍ کې د ۱۰۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۰:۳۸
کندز؛ په قلعه زال ولسوالۍ کې د ۱۰۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې،نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د قلعه زال ولسوالۍ په صالح اباد سیمې ورزشي لوبغالي کې د ۱۰۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې.

د دغو سياليو په پايله کې د ميدان حکم له لوري دوه اخرالاقه اعلان شول،چې لومړۍ اخرالاق د نورمحمد اندرابي پهلوان له لوري د ملک افغان په آس او دويم اخرالاق د سرور پهلوان له لوري د حاجي نورالله ناظري په آس تر حلالې دايرې ورساوه او سياليو ګټونکي شول.

د يادو سياليو موخه راتلونکو سياليو لپاره د چاپندازانو چمتو والی او د دې ولسوالۍ وګړو ته د يوې سالمې تفرېح برابرول وو،چې دوه ورځي يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۴۴
Background image

د بدن ښکلا افغان ورزشکار په اسیایي سیالیو کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

د بدن ښکلا افغان ورزشکار وحیدالله صدیقي د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو سپورټ فزیک برخه کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

افغان ورزشکارانو تر دې دمه له دغو سیالیو څخه څلور د سپینو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۳۷
Background image

کونړ؛ خاص کونړ ولسوالۍ کې د ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سلامپور لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS