کونړ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز نوآباد سيمه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ چې ۱۵ ورځې مخکې پيل شوې وې د خاص کونړ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې خاص کونړ لوبډلې خپلې سيالې نرنګ لوبډلې ته د ۳-۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
