کندز؛ کلباد ولسوالۍ کې د ۷۰ غېږنيونکو ترمنځ د غېږنيونې سيالۍ وشوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د ياد ولايت په کلباد ولسوالۍ کې د ۷۰ غېږ نيونکو ترمنځ د نويو استعدادونو موندلو په موخه د غېږنيونې سيالۍ وشوې.
په يادو سياليو کې پر کلباد ولسوالۍ سربیره له امام صاحب او دشتي ارچي ولسواليو څخه غېږ نيونکو برخه اخيستې وه، چې په پايله کې يې ۳۵ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
