کونړ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ماموند ټېپ بال کرکټ غوره ليگ سيالۍ پيل شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۱۹:۴۹
کونړ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ماموند ټېپ بال کرکټ غوره ليگ سيالۍ پيل شوې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرورې ولسوالۍ په بر کلي کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ماموند ټېپ بال کرکټ غوره ليگ سيالۍ، چې شاوخوا لس ورځې به دوام وکړي، د ماموند ټايگر لوبډلې په بريا پيل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ د ماموند ټايگر او ينگ سټار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې ماموند ټايگر لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو ۱۲ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۵۲ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې ينگ سټار لوبډلې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۵ منډې وکړې او لوبه يې د ۱۶ منډو په توپير وبايلله.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۶
Background image

د يما پټرول وزلوبې اووم پړاو سیالیو پر دوام؛ سرپل، بغلان او بدخشان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د هېواد المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په يکه توت لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د يما پطرول. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې چې یوه شپه یې دوام وکړ، په پای. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۱
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د رییس ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS