کونړ؛ په څوکۍ ولسوالۍ د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د بوکس دوستانه سیالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۳۰ - ۱۰:۳۰
کونړ؛ په څوکۍ ولسوالۍ د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د بوکس دوستانه سیالۍ ترسره شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په مالي همکارۍ او د یاد ولایت د بوکس فدراسیون له لوري د شلو ورزشکارانو ترمنځ د بوکس دوستانه سیالۍ د استاد غلام علي ټکر ساپي په ورزشي کلب کې ترسره شوې.

په یادو سیالیو کې د بدني روزنې او ورزش آمريت د ولسوالیو ورزشي مدير جاويد احمد مومند، د بوکس لوبې مینوالو او عامو خلکو د لوبغاړو د تشویق او هڅونې په موخه ګډون کړی و.

د یادونې ده، چې په دې سیالیو کې شلو ورزشکارانو په زړه پورې او تخنیکي لوبې وکړې او په پای کې هغو لوبغاړو ته، چې خپل سیالان یې مات کړل، د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري ستاینلیکونه او مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۵۵
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ٢٠ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۵۴
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدنی روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې اتحاد. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۴۱
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د حاجي سلطان نورزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS