کونړ؛ په وټه پور ولسوالۍ کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۰ - ۲۲:۴۴
کونړ؛ په وټه پور ولسوالۍ کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت په همکارۍ د وټه پور ولسوالۍ په پارک سيمه کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو يووالي په موخه د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د وټه پور B لوبډلې په بريا پيل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د وټه پور A او وټه پور B لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، وټه پور B لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو اته اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۲۹ منډو هدف کېښود، وټه پور A لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او د لسو منډو په توپير يې ماته ومنله.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا ۲۰ ورځې دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۸
Background image

د جودو افغان ورزشکار له یوې بریا او ماتې وروسته له سیالیو بهر شو

د جاپان ایچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي سیالیو جودو برخه کې حکمت الله رحماني په منفي ۶۶ کیلو ګرام وزن کې لومړۍ سیالي له کمبودیایي سیال څخه وګټله او دویمه لوبه کې یې د منګولیایي سیال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۲
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي او ۳۰. . .

BACK TO NEWS