کونړ؛ په سرکاڼو ولسوالۍ کې د ټېب بال کرکت سياليو اتلولي ټايکړ لوبډلې خپله کړه
د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري په سرکاڼو ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي ټايکر لوبډلې خپله کړه.
د دغو سياليو پايلوبې ته ټايکر او شاګۍ لوبډلو لار موندلې وه، چې په پايله کې لومړی توپوهنه ټايګر لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو شپږو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته د درېوو لوبغاړو په زيان ۸۶ منډې هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې شاګۍ لوبډله د ياد هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او په اووه ويکټو يې ماتې وخوړه.
په پای کې غوره لوبډلو او لوبغارو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
