کونړ؛ وټه پور لسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په وټه پور ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د کاشف لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د عبدالحق او کاشف لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه عبدالحق لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د اوو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ٨٦ منډو هدف وټاکه. کاشف لوبډلې ټاکلی هدف د څلورو ویکټو په زیان د لوبې په پنځم اور کې ترلاسه کړ او د شپږو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.
دا سیالۍ د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
