کونړ؛ ناړۍ ولسوالۍ کې د ٢٣ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۹:۴۰
کونړ؛ ناړۍ ولسوالۍ کې د ٢٣ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په ناړۍ ولسوالۍ کې د ٢٣ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د غازي آباد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د غازي آباد او ساوو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. غازي آباد لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د خپلو شپږو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٢٢ منډو هدف وټاکه. ساوو لوبډلې د هدف په تعقیب کې د خپلو پنځو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ١١١ منډې وکړې او لوبه یې د لسو منډو په توپیر وبایلله.

يادې سیالۍ د سیمې د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې چې یوه میاشت یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۵:۲۰
Background image

مولوي احمدالله وثیق د اوو هیوادونو د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د دودیزو لوبو په اړه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل:

نړۍوال باید پر دې پوه شي چې افغانستان اوس یو امن هېواد دی او راشي دلته لوبې وکړي او همداراز د افغانستان له طبیعي ښکلاوو څخه خوند واخلي.

له هغو بنسټونو چې د ورزش په برخه کې کار کوي هیله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې لپاره بهرني ورزشکاران او رهبري غړي کابل ته را ورسېدل

د یادو ورزشکارانو د ښه راغلاست په مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس او د ورزش ادارې رهبري غړو ګډون کړی و.

ښاغلي وثیق راغلیو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له دوی مننه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۱۰
Background image

لږ وروسته کې به د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې په اړه رسنیز کنفرانس پیل شي! د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست ٢۵۰۰ کسیز ورزشي جمنازیوم.

لږ وروسته کې به د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې په اړه رسنیز کنفرانس پیل شي!

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست ٢۵۰۰ کسیز ورزشي جمنازیوم.

BACK TO NEWS