کونړ؛ غازي آباد ولسوالۍ کې د ١٨ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په غازي آباد ولسوالۍ کې د ١٨ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د ناوندیش او سولې سفیرانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه ناوندیش لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د څلورو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٤٨ منډو هدف وټاکه. سږلې سفیرانو لوبډلې د هدف په تعقیب کې د شپږو ویکټو په زیان ١٣٣ منډې وکړې او د ١٤ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې بوختیا په موخه پیل شوي دي، چې ٢٠ ورځې به دوام وکړي.
