کابل کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د هاکي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې
د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د هاکي ملي فدراسیون او په مدرسو، ښوونځيو او پوهنتونونو کې د ورزش د ودې رياست له لوري د کابل ښار د څلورو کلبونو او پينځو ښوونځيو ترمنځ د کابل ولايت د هاکي ټاکنيزې سيالۍ د هېواد ورزش ادارې په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې پيل شوې.
د دې سياليو لومړۍ لوبه د خالد بن ولید او استاد شاه محمود ش.هي.د کلبونو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې يې د استاد شاه محمود شه.ی.د کلب لوبډلې خپلې سیالې خالد بن وليد لوبډلې تهرد ۵ - ۴ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو په پايله کې به د مدرسو، ښوونځيو او پوهنتونونو له پينځو لوبډلو څخه ۱۲ تنه د تنکيو ځوانانو او ۱۲ تنه د ځوانانو لوبډلې ته او د کلبونو د څلورو لوبډلو څخه به ۱۲ تنه د کابل هاکي منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.
د ويلو ده، چې يادې سيالۍ د غوره استعدادونو موندلو او هاکي ورزش ته د ودې په موخه د هېواد ورزش ادارې، ورزشي سلاکار قاري حيات الله رحماني، د هاکي ملي فدراسیون رئيس عبدالله مايار نورستاني، په مدرسو، ښوونځيو او پوهنتونونو کې د ورزش د ودې رياست رئيس مولوي نقيب احمد الفت، ورزشي مسوولینو، ورزشکارانو او د رسنيو د استازو په ګډون پيل شوې، چې دوې ورځې به دوام وکړي.
