کونړ؛ شیګل ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسیدې
د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرکټ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د شیګل ولسوالۍ په موڼي کلي کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې، چې شل ورځې يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پایلوبه کې د موڼي لوبډلې په ټاکلو ۸ اورونو کې د ۲ لوبغاړو په زیان سره سيالې شینکوړک لوبډلې ته د ۱۳۴ منډو هدف وټاکه په مقابل د شینکوړک لوبډلې په ۸ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په زیان سره یوازې ۱۰۱ منډې ترسره کړې او لوبه د موڼي لوبډلې د ۳۳ منډو په توپير وګټله او د يادو سياليو اتلولي يې خپله کړه.
د سياليو په پای کې غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
