کونړ؛ شیګل ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د موڼي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبله کې موڼي لوبډلې له خپل ۱۵۵ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۴۴ منډو په توپیر یې خپلې سیالې موړې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ۲۰ ورځې یې دوام وکړ.
