کندوز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۷۶ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې

د کندوز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست، د وزلوبې فدراسیون او د امام صاحب ولسوالۍ د ورزشي مدیریت په ګډه همغږۍ په یاده ولسوالۍ کې د ۷۶ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې.
دغه سیالۍ، چې د سپند گزر سیمې په ورزشي لوبغالي کې ترسره شوې، یوه ورځ یې دوام وکړ او پایله کې عبدالله ترکمن پهلوان د لوبې اخرالاق تر ټاکل شوې موخې ورساوه او بریا یې خپله کړه.