کندهار کې د ۶۲ ورزش کارانو ترمنځ د قوت الرمي ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳ - ۱۴:۱۵
کندهار کې د ۶۲ ورزش کارانو ترمنځ د قوت الرمي ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د کندهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د رزمي سیالیو فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په غازي محمد ایوب خان لوبغالي کې د کندهار له ټولو کلپونو څخه د ۶۲ ورزش کارانو ترمنځ د نویو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو ورزش کارانو په عمري کټګوریو کې د قوت الرمي ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې اته تنه د مشرانو له کټګوري، شپږ تنه د ځوانانو له کټګوري او پنځه تنه د نویو ځوانانو له کټګوري څخه د کندهار ولایت د قوت الرمي ټاکنیزې لوبډلې ته وټاکل شول.

یادې سیالۍ د کندهار ولایت د قوت الرمي ټاکنیزې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو د ټاکلو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې ګټونکو لوبغاړو ته مډالونه او د اتلولي حکمونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۳
Background image

غزني کې د نهو ولايتونو ترمنځ د فول رزم پنځم پړاو سيالۍ وشوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فول رزم ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې له کابل، کندهار، پکتيا، خوست، زابل، بغلان، هلمند، هرات او غزني ولايتونو څخه د ۱۰۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۱
Background image

تخار؛ اشکمش ولسوالۍ کې د ځغاستې سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د اتلتيک ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اشکمش ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په پايله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۰
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې محمد ولي لومړی، محمد ایوب. . .

BACK TO NEWS