کندهار کې د فوټبال اتلانو لیګ پیل شو

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۴ - ۸:۴۵
کندهار کې د فوټبال اتلانو لیګ پیل شو

تېره ورځ چهار شنبه په کندهار احمدشاهي لوبغالي کې د افغانستان اتلانو د فوټبال لیګ څلورم او وروستۍ پړاو په رسمي توګه د خاصو مراسیمو په ترڅ کي پيل شو.

د اتلانو د لیګ په مراسمو کې د افغانستان د فوټبال فدارسیون رییس محمدیوسف کارګر، عبدالرؤف کندهاري، حاجي نصیر رحماني، د کندهار د سپورټ او بدني روزني رییس محمدابرار لبیب، د کندهار فوټبال فدراسیون رییس حاجي حبیب جان، د هرات فوټبال فدراسیون رییس شاه رسول احراري او نورو ولایتونو څخه د فدارسیونونو رییسانو او مېلمنو ګډون کړی و.

د افغانستان اتلانو د لیګ د څلورم پړاو په لومړۍ لوبه کې د کندهار عينومېني لوبډلي 5-1 جوانان لغمان لوبډلې ته ماته ورکړه.

د کندهار عینومېني لوبډلې له پاره احمدنبي 2+، عبدالنافع2+ او سیداحمد ګولونه ولګول او د جوانان لغمان له پاره بیا مهدي ګول وواهه.

د افغانستان اتلانو د لیګ په دوهمه لوبه کې د هرات سرخ پوشان لوبډلې 3-1 د سرپل خديم اف سي لوبډلې ته ماته ورکړه.

د هرات سرخ پوشان لوبډلي له پاره معین کمالي، صبور رحیمي او خلیل احمدي ګولونه ولګول او د سرپل خدیم اف سي لوبډلي له پاره بیا حیات الله سلیمي پینالټي ګول کړ.

د یادوني وړ ده، چې د مراسمو په پای کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون رییس محمد یوسف کارګر د کندهار د سپورټ او بدني روزنې د رییس محمدابرار لبیب او کندهار فوټبال فدراسیون کارونه د ستاینې وړ وبلل او د سپورټ او بدني روزنې رییس محمدابرار لبیب ته یې ایوارډ هم ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۲۱:۲۹
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د شبرغان ښار په عید محله کلي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

پکتيکا؛ برمل ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ او د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په برمل ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د باچاخان ب لوبډلې په اتلولۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۳۳
Background image

پکتيکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ او د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مټاخان ولسوالۍ د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د مېر احمدزي. . .

BACK TO NEWS