کندهار؛ په میوند ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۴ - ۱۴:۴۸
کندهار؛ په میوند ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ميوند ولسوالۍ کې د ( يووالي ) جام په نوم د شپږو ولسواليو لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ، چې څلور اوونۍ مخکې پيل شوې وې د ميوند ولسوالۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې ميوند ولسوالۍ لوبډلې خپلې سيالې پنجوايي ولسوالۍ لوبډلې ته د ۵/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.

د يادو سياليو موخه د ورز شکارانو ترمنځ يووالی را منځته کول او ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې يادو سياليو په پای کې غوره لوبغاړو ته مډالونه، نغدې پیسې او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۲۵
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۲۳
Background image

لوګر؛ په مرکز پل علم کې د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ ورزشي نندارې ترسره شوې

د المپيک، بدنی روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند موټرسايکل ځغلونې ملي فدراسيون او لوګر ولايت د ورزشي آمريت له لوري د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د موټر سايکل ځغلونې، کراتې، بايسکل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۲۲
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS