کندهار؛ د یووالي او ورورولۍ په نوم د فوټبال سیالۍ د ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱ - ۱۷:۹
کندهار؛ د یووالي او ورورولۍ په نوم د فوټبال سیالۍ د ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

کندهار؛ د یووالي او ورورولۍ په نوم د فوټبال سیالۍ د ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د کندهار ولایت په احمد شاهي لوبغالي کې د یووالي او ورورولۍ په نامه د فوټبال سیالیو پایلوبه د میرویس نیکه پوهنتون او ځوانانو لوبډې ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د ځوانانو لوبډلې په اتلوۍ پای ته ورسېده او خپلې سیالې لوبډلې ته یې د ۲-۰ګولونو په توپیر ماتې ورکړه.

د یادو سیالیو په پار په جوړو شویو مراسمو کې د نوموړي ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست رئیس حافظ محمود اغا بشر، د کندهار ښاروالۍ مرستیال مفتي قدرت الله وصال، د یاد ولایت ورزشي مسولینو، ځوانانو او ګڼ شمېر د ورزش مینوالو ګډون کړی و.

دغه سیالۍ د کندهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د فوټبال فدراسیون له لوري، د څلورو لوبډلو ترمنځ ترسره شوې وې او لس ورځې یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې لومړي او دویم مقام لوبډلو ته کپونه او مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۲۱:۶
Background image

کابل کې د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د سنوکر ملي فدراسیون له لوري په دشت برچي سیمه کې د کابل ښار له ٣٠ کلبونو د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۲۰:۴۲
Background image

خوست کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مهدیخېلو سیمه کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د صوبه سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۱۸
Background image

دا اتلتیک افغان ورزشکار په نړۍ‌والو سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه

د اتلتیک افغان ورزشکار الهام الدین سراج زي د ماراتون کلمبو ۲۰م پړاو نړۍ‌والو سیالیو کې ۴۲.۱۹۲ کیلو متره واټن په ۲ساعته او ۵۲ دقیقو کې وواهه او د سپینو زرو مډال ګټونکې شو.

دغو سیالیو کې. . .

BACK TO NEWS