کندهار؛ د کندهار ښار دويمه عينو مېنه کې د اس ځغلونې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۰ - ۱۱:۰
کندهار؛ د کندهار ښار دويمه عينو مېنه کې د اس ځغلونې سيالۍ ترسره شوې

د کندهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په مرسته د اس ځغلونې فدراسیون له لوري د په دویمه عينو مېنه کې د ٤٠ اس ځغلوونکو ترمنځ د اس ځغلونې سيالۍ ترسره شوه.

دغو سياليو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايله کې د حاجي يونس اس لومړى او د معلم صاحب اس دويم مقام ترلاسه کړ.

د دغو سياليو موخه د غوره اسونو موندل او د کندهار ښار خلکو ته د سالمې تفريح برابرول و.

په پاى کې د لومړي او دويم مقام ګټونکو اس ځغلوونکو ته کپونه او جايزې هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۷
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۲۷ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د ۲۷ لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ د پکتیا ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۶
Background image

میدان وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د تنګي ځواک لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۴:۵۵
Background image

سراج الدین خطیبي د مخکښانو پهلواني نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه اردن ته ولاړ

د پهلواني پخوانی او مخکښ افغان لوبغاړی او په ایران کې د افغان مهاجرینو لوبغاړو لپاره د پهلواني ملي فدراسیون استازی سراج الدین خطیبي د پهلواني مخکښانو (پیشکسوتانو) نړۍوالو سیالیو کې د. . .

BACK TO NEWS