کندز کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کیک بوکسیګ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په سپین زر ورزشي لوبغالي کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ په لوکیک سبک کې د کیک بوکسینګ سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او د مشرانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو او بېلا بېلو وزني کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې د کندز ولایت ورزشکارانو لومړی، فاریاب ولایت ورزشکارانو دویم او د سمنګان ولایت ورزشکارانو درېیم مقام ترلاسه کړ.
د یادو سیالیو موخه د کیک بوکسینګ ورزش ته وده ورکول و، چې یوه شپه کې ترسره شوې.
د سیالیو په پای کې د کندز ولایت ورزشي ریاست له لوري غوره ورزشکارانو ته بېلا بېلې ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.
