کندز کې د ۷۵ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۱۱:۲۲
کندز کې د ۷۵ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې ،نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د ۷۵ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې.

د دغو سياليو په پايله کې دوه اخرالاقه اعلان شول ،چې لومړی اخرالاق نظيف الله پهلوان د حال بای په آس او دويم اخرالاق برات پهلوان د حشمت ګلستان په اس د حلالې تر دايرې ورساوه او د سياليو ګټونکي شول.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه وزلوبې ورزش ته وده ورکول او د ياد ولايت وګړو ته د سالمې تفريح برابرول و،چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۳۰
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې لس ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو په لومړۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۲۹
Background image

ارزګان؛ خاص ارزګان ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۵
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د سرې کلا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې سرې. . .

BACK TO NEWS