ارزګان؛ خاص ارزګان ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې هدایت لوبډلې د ۲ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې سعادت لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
