کندز کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش آزادې سيالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز سپين زر ورزشي لوبغالي کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش آزادې سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايله کې ۳۵ تنو پهلوانانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او د چمتو شويو ډاليو گټونکي شول.
د ويلو وړ ده، چې د يادو سیالیو موخه د پهلوانانو جسمي وړتياوو لوړول وو.