کندز کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ۳۵، ۶۵ او ۷۳ کیلو ګرام په وزني کټګورۍ کې د غېږنیونې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
په پایله کې د ۳۵ کیلو ګرام وزني کټګورۍ کې پهلوان نصیب لومړی، د ۶۵ کیلو ګرام وزني کټګورۍ کې پهلوان ذوالفقار لومړی او ۷۳ کیلو ګرام وزني کټګورۍ کې سهراب لومړی مقام ترلاسه کړ.
د یادو سیالیو موخه د کندز ولایت منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل دي.
