کندز کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې 

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۴:۳۰
کندز کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې 

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د پوهنې رياست له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د کندز رستاق آباد لېسې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبه کې کندز رستاق آباد لېسې لوبډلې خپلې سيالې ابراهيم خېلو لېسې لوبډلې ته د ۱ پر صفر گول په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
د يادو سياليو موخه ورزش ته د زده کوونکو هڅول وو، چې شاوخوا يوه مياشت يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۳۱
Background image

کابل؛ د سامبو کورش دوه افغان لوبڅاران به د اسیا المپيکي سياليو کې د لوبڅارۍ په موخه جاپان ته ولاړ شي

د سامبو کورش دوه ملي او نړيوال لوبڅاران، اسدالله تاجک او صديق الله نعمت به سبا ( چهارشنبه، د تلې لومړۍ) د ۲۰۲۶ اسيا المپيکي سياليو کې د سامبو کورش سياليو د لوبڅارۍ په موخه جاپان هېواد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۲۸
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۲۷
Background image

د ووشو دوه افغان ورزشکارانو د اسیا المپیکي سیالیو کې خپلو اندونیزیایي سیالانو ته ماته ورکړه

د جاپان اویچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي لوبو ووشو برخه کې محمد خالد هوتک په ۷۰ کیلو ګرامه او حمید اشرفي په ۶۵ کیلو ګرامه وزنونو کې خپلې دویمې سیالۍ له اندونیزیایي سیالانو وګټلې او. . .

BACK TO NEWS