کندز کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند ولي زاده ورزشي جمنازیوم کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ځواک لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې ځواک لوبډلې د ۲۵ پر ۱۶ نمرو په توپیر خپلې سیالې دورې سر لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ولي زاده جمنازیوم د پرانیستې په موخه ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.
