پکتیا کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي سیالۍ ترسره شوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د قوت الرمي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په احمدابا ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې ۱۵ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
دا سیالۍ د ښوونکي د ورځې په مناسبت ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
