کندز؛ کلباد ولسوالۍ کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کلباد ولسوالۍ کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې يوه شپه يې دوام وکړ د عبدالله زاخېل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې عبدالله زاخېل لوبډلې خپلې سيالې قلعه زال ولسوالۍ لوبډلې ته د ۳۵-۱۸ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
