کندز؛ چهار درې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چهار درې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ځواک لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو په پایلوبه کې ځواک لوبډلې د ۲۱ پر ۱۳ نمرو په توپیر خپلې سیالې ځدراڼو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ والیبال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې،چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
