کندز؛ چهاردرې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۵:۱
کندز؛ چهاردرې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د‌ کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د چهاردرې ولسوالۍ په ایشان سیداعظم سیمه کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ايشان سیداعظم لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې ایشان سید اعظم لوبډلې خپلې سيالې جمعيت لېسې لوبډلې ته د ۰/۱ گول په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او له نشه يي توکو څخه يې ليرې والی وو، چې شاوخوا يوه مياشت يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱
Background image

په پارا اسيايي سياليو کې علي سجاد همراز په لومړۍ لوبه کې بریا خپله کړه

د افغانستان د پاراتکواندو لوبغاړي علي سجاد همراز د پارا اسيايي پنځم پړاو سياليو په لومړۍ لوبه کې د میانمار تجربه‌کار او نوموتي سیال ته په دوو پرله‌پسې پړاوونو کې د ډېرو نمرو په توپیر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۹
Background image

پروان؛ بګرام ولسوالۍ کې د ۱۲۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ وشوې

د پروان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پهلواني ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بګرام ولسوالۍ کې له پنجشېر، کاپيسا او پروان ولايتونو څخه د ۱۲۰ پهلوانانو ترمنځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۴۴
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبدلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د خان زاده لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS