کندز؛ په مرکز سپین زر ورزشي لوبغالي کې د فوټبال سیالۍ د پېروزي لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او فوټبال فدراسیون له لوري د سرې میاشتې په نوم د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالیو اتلولي پېروزي لوبډلې خپله کړه.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې پېروزي لوبډلې خپلې سیالې یاران لوبډلې ته د ۴-۲ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې په خپل نوم کړه.
باید یادونه وشي چې د دغو سیالیو موخه د ولایت په کچه د غوره لوبغاړو موندل و، چې نیږدې شپاړلس ورځې یې دوام وکړ.
هېره دې نه وي چې د دغو سیالیو په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته کپونه، ستاینلیکونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
