کندز؛ په قلعه زال ولسوالۍ کې د ۱۰۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۰:۳۸
کندز؛ په قلعه زال ولسوالۍ کې د ۱۰۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې،نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د قلعه زال ولسوالۍ په صالح اباد سیمې ورزشي لوبغالي کې د ۱۰۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې.

د دغو سياليو په پايله کې د ميدان حکم له لوري دوه اخرالاقه اعلان شول،چې لومړۍ اخرالاق د نورمحمد اندرابي پهلوان له لوري د ملک افغان په آس او دويم اخرالاق د سرور پهلوان له لوري د حاجي نورالله ناظري په آس تر حلالې دايرې ورساوه او سياليو ګټونکي شول.

د يادو سياليو موخه راتلونکو سياليو لپاره د چاپندازانو چمتو والی او د دې ولسوالۍ وګړو ته د يوې سالمې تفرېح برابرول وو،چې دوه ورځي يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۱:۴۴
Background image

زابل؛ په شاجوی ولسوالي کې د ۴۵ ورزشکارانو تر منځ دفول رزم سیالۍ تر سره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فول رزم فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د درې کلبونو د ۴۵ ورزشکارانو ترمنځ د نويو ځوانانو او ځوانانو په عمري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۱:۴۱
Background image

هلمند؛ گرشک ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د‌ هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د گرشک ولسوالۍ په ميرمندو سيمه کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د فوټبال سيالۍ، چې يوه مياشت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۱:۳۹
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز کې د یووالي په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز بالاده سیمې په ستاره یاګان میدان کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال دوستانه سیالۍ پیل. . .

BACK TO NEWS