کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د درېوو ولايتونو ترمنځ د کيک بوکسنگ ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۵:۲
کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د درېوو ولايتونو ترمنځ د کيک بوکسنگ ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست او د امام صاحب ولسوالۍ ورزشي مديريت په گډه همغږۍ په يادې ولسوالۍ کې د درېوو ولايتونو د ۸۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د کندز منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندلو په موخه د نويو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو په عمري کټگوريو کې د کيک بوکسنگ ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې.

په دغو سياليو کې له تخار، بغلان او کندز ولايت څخه ورزشکارانو گډون کړی و، چې په پايله کې کندز د ۱۵ امتيازونو په ترلاسه کولو سره لومړی، تخار د ۱۲ امتيازونو په ترلاسه کولو سره دويم او بغلان بيا د ۲ امتيازونو په ترلاسه کولو سره درېيم مقام خپل کړ.

د يادولو وړ ده، چې د يادو سياليو په پای کې لس تنه غوره ورزشکاران د کندز ولايت منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول، چې په راتلونکې کې به د هېواد په کچه ملي سياليو کې گډون وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۱:۱
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د توان سبک رزمي لوبو لومړی پړاو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د رزمي ورزشونو فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د اتو ولایتونو د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د توان سبک لومړی پړاو سیالۍ. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۰:۵۹
Background image

ننګرهار؛ خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنخ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د شیر حیدر لوبډلې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۰:۵۸
Background image

خوست کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند تاترې سیمه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ د ګربزو منتخبې لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS