کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال لیګ شروع شو
دکندز ولایت دبدنی روزني او ورزش ریاست ، د فوټبال فدراسیون د استازولۍ او د امام صاحب ولسوالۍ د ورزشې کمیټې له لوري د یادې ولسوالۍ د باسوس ښاري سیمې په ورزشي لوبغالي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوتبال لیګ پیل شو.
دغه لیګ، چی نږدې یوه میاشت به دوام وکړي، د طوران سرحدي، کلپ مراد شیخ ، خراسان باسوس، شېرخان بندر، الماس بتاش، امو قنجوغه او جونان قویاش له لوبډلو څخه لومړۍ سیالۍ د الماس بتاش او کلپ مراد شیخ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. په دغه سیالۍ کې الماس بتاش لوبډلې وکولای شول، چې سیالې لوبډلې ته ۰/۱ ماته ورکړي.
د یاد لیګ موخه دغوره لوبډلې موندل او د لوبغاړو پیاوړي کول دي.
