کندز؛ مرکز کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند پهلوانۍ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز په سپين زر ورزشي لوبغالي کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایله کې ۳۰ پهلوانانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره لومړي مقامونه او اتلولي یې خپله کړه.
