کندز؛ مرکز کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز سپين زر چمن کې له مرکز او ولسوالیو د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالیو ته د غوراوي سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې روستا سید احمد لوبډلې خپلې سیالې الماس لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټبال غوره لیګ سیالیو ته د غوره لوبغاړو موندل دي.